یو شمېر خبریالان د رسنیو لۀ محدودیت او اطلاعاتو لۀ نۀ لاس رسي شکایت کوی

یو شمېر خبریالان د رسنیو لۀ محدودیت او اطلاعاتو لۀ نۀ لاس رسي شکایت کوی
دغه خبریالان چې کابل، بلخ او غور ولایتونو کې فعالیت لري وايي، د اسلامي امارت ویاندویانو څخه د مالوماتو ترلاسه کول ستونزمن کار دی او د هغوی نههمکاري لامل شوې چې چمتو شوي رپوټونه یې له خپرېدو پاتې شي.
(2022 / 4 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوشمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پر رسنیو محدودیتونه ډېر شوي او دغه کار د رسنیو عادي فعالیت او د غږ ازادۍ ته زیان رسولی دی.
د خبریالانو په وینا، د یوشمېر دولتي بنسټونو فعالیتونه کمزوري دي او په کره او اړینه توګه خبریالانو ته معلومات نه ورکوي.
دغه خبریالان چې کابل، بلخ او غور ولایتونو کې فعالیت لري وايي، د اسلامي امارت ویاندویانو څخه د مالوماتو ترلاسه کول ستونزمن کار دی او د هغوی نههمکاري لامل شوې چې چمتو شوي رپوټونه یې له خپرېدو پاتې شي.
په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي، خبریالان لومړي لاس معلوماتو ته لاسرسی نه لري او دغه کار هغوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د رسنیو مسوول مسرور لطفي سلاموطندار ته وايي: «له بده مرغه په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او دا د اندېښنې وړ ده. مونږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې د خپلو لومړیو ورځو په څېر چې خبریالانو ته به یې معلومات ورکول، بیا پر دغه سیستم کار وکړي او ادارې اړ کړي چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورسوي.»






