د عمران خان په اړه د عدم اعتماد مراسله صدر پاکستان ته استول شوې
باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د پاکستان صدر ته د عمران خان په ضد د عدم اعتماد د تحريک د نتيجې مراسله لېږلی دی.
دسرچينو ترمخه د عدم اعتماد تحريک په نتيجه استعفي ورکوونکي سپيکر اسد قيصر لاسليک کړه.د ملي شورا سیکرټریټ سرچينې جیو نیوز ته وايي، چې د رايو د پايلو له بشپړېدو وروسته پايلې ثبت شوې او د قانون له مخې بايد د بې اعتمادۍ پايلې زر تر زره ولسمشر ته ولېږل شي.سرچينې وائي چې دپاکستان دصدر په منظورۍ به دبې اعتمادۍ تحريک منظورولو په اړه نن یو سرکاري نوټيفيکيشن جاري کولى شي او دصدر په منظورۍ سره به دقومي اسمبلۍ سيکرټري لخوا نوټيفيکيشن جاري کولى شي.