اسد عمر هم د عمران خان په اړه یو مهم بیان خپور کړې
باغی ټي وي رپورټ
د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک کاميابيدو وروستو د منصوبه بندۍ پخواني وزير اسد عمر هم د عمران خان په ملاتړ يو ټويټ کړے دے۔
اسد عمر په يو ټويټ کې د خپل خيال څرګندونه کړې او د عمران خان لپاره يې دعا کړې، هغه ليکلي چې په تېرو دريو کلونو کې مې ولیدل چې عمران خان د هېواد د پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې.
اسد عمر په خپل ټويټ کې ليکلي چې د عمران خان يواځينۍ مقصد دا دې چې څنګه پاکستان پياوړی کړم او د خلقو ژوند څنګه ښه کړم.په خپل ټويټ کې د پي ټي ائي مشر عمران خان ته دعا کړې چې الله دې ورته د ولس د خدمت کولو نور طاقت ورکړي.په پای کې اسد عمر وویل چې کپتان عمران خان! مونږ په تاسو فخر کوو.
In last more than 3 years i have seen @ImranKhanPTI work tirelessly for the betterment of the country. His only objective: how do i make Pakistan stronger & improve the lives of people of Pakistan. May Allah give you more strength to serve the nation skipper #ProudOfImranKhan
— Asad Umar (@Asad_Umar) April 9, 2022