عمران خان د پاکستان یو داسې وزیراعظم وو چې د ټولې مسلمانې نړې د اتفاق خبره ی کوله: علي محمد خان
باغی ټي وي رپورټ
پرون د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د پاکستان د تحریک انصاف مشر علي محمد خان یوازینی حکومتي غړی و چې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د بې اعتمادۍ د رایې اچونې پر مهال په خپله څوکۍ ناست وو.
د عمران خان په ضد د ووټ اچولو په مهال په ايوان کې حکومتي بنچونه په مکمله توګه خالي کړل شوي وو خو علي محمد خان په ايوان کې موجود پاتې شو او د سپيکر اياز صادق لخوا ورته د وينا موقع هم ورکړل شوه.
علي محمود خان په خپله وینا کې د عمران خان د پاکستان لپاره او ټولو مسلمانانو هیوادونو د راغونډولو لپاره د کار او هڅو ستاینه وکړه.
هغه اوویل چې عمران خان هغه مشر دې چې په پاکستان کې ی د مدینې ریاست جوړولو لپاره هڅې وکړي، هغه اوویل چې عمران خان د ټولې مسلمانې نړي د یو والي لپاره خبره وکړه .