شهباز شریف د وزیراعظم څوکۍ لپاره د امیدوار په توګه کاغذونه جمع کړل

0
99

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن صدر او د متحده اپوزيشن اميدوار شهباز شريف د قامي اسمبلۍ د قائد څوکۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي۔

تيره ورځ د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک په ١٧٤ رايو بريالى شو او د قامي اسمبلۍ د قواعدو له مخې بايد د لرې کړل شوي وزيراعظم پر ځاي سمدستي د ايوان مشر وټاکل شي.
د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د نوي مشر ټاکلو لپاره د ګل په ورځ ماسپښين دوه بجې د قومي اسمبلۍ غونډه رابللې ده او د متحده اپوزيشن لخوا د وزيراعظم څوکۍ لپاره د اميدوار په توګه شهباز شريف خپل کاغذونه جمع کړل.

Leave a reply