اټارني جنرل خالد جاوید استعفي ورکړې ده

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لوی څارنوال خالد جاوید خان له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د راپورونو له مخې اټارني جنرل خالد جاوېد خان خپله استعفی صدر ته وړاندې کړې چې پکې هغه ویلي دي چې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ نه تر دې مهاله ی د اټارني جنرل په توګه دنده ترسره کړه د کوم لپاره چې هغه د عمران خان مننه کوي.د نوموړي په استعفا کې دا هم ویل شوي، چې د هېواد لپاره یې ډېر کار کړی او اوس له خپلې دندې استعفا کوي.د یادولو وړ ده چې د لویې څارنوالۍ دوو مرستیالانو د ملي شورا په وروستۍ غونډه کې د رامنځته شوي وضعیت له امله له حکومت سره د نور کار کولو په خاطر بښنه وغوښته او له خپلو دندو ی استعفی ورکړې.

Leave a reply