د خیبر پښتونخوا ګورنر د خپلې څوکې استعفي اعلان کړې

0
150

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د خپلې څوکۍ څخه د استعفی ورکولو اعلان کړی دی.
دسرچينو ترمخه دخيبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان وئيلي دي چې د شهباز شريف دوزيراعظم په توګه به استعفى ورکوي.
ده ووئيل شهباز شريف ته د وزيراعظم پروټوكول نه شي ورکولې او د خپلې څوکې څخه هم دې لپاره ګوښه کیږي۔
ياده دې وي چې د وزيراعظم عمران خان په ضد قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک کامياب شو چې وروستو هغه د ملک وزيراعظم پاتې نه شو او په داسې وخت کې عمران خان ددې هېواد لومړنى وزيراعظم شو چې د عدم اعتماد رای په اچوونه د وزیراعظم د څوکۍ لرې کړې شو.

Leave a reply