د عمران په ضد عدم اعتماد، هندي رسنیو هم په ژوندۍ بڼه د پاکستان د قامي اسمبلۍ ټوله کاروایی خپره کړه

0
141

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد د تحريک په اړه د سپريم کورټ د حکم وروستو د قامي اسمبلۍ غونډه چې د خالي په ورځ سهار لس بجې پېل شوې وه نه يواځې په پاکستان بلکې په ګاونډي هيواد هند کې هم په ژوندۍ بڼه خپريده او یو شمیر هندي ټي وي چینلز د عدم اعتماد په دران لایو کوریج ورکولو.

انډین ایکسپریس د عمران خان په وړاندې د عدم اعتماد د تحریک په اړه ژوندۍ تازه معلوماتو ورکولو ته دوام ورکړ، او انډیا ټوډې هم په ژوندۍ بڼه نشریات ته دوام ورکړې وو.

د هند مخکښ خبري ټلویزیوني چینل زی نیوز هم د ملي شورا کار په ژوندۍ بڼه اولس ته اوښودله.

هندوستان ټایمز هم د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غونډې په اړه په ژوندې بڼه نشریات جاري ساتلي وو.

Leave a reply