آیی ایس پی آر د بي بي سي رپورټ دروغ او بې اساسه بللې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د برطانیا د نشراتي ادارې راپور بې اساسه او له درواغو ډک بللی دی.
د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې د برطانيې براډکاسټنګ کارپوريشن(بي بي سي) لخوا نن جاري شوي خبر بې بنياده او له دروغو ډک دے.
د عامه اړیکو ریاست وايي چې برطانوي خپرونو هیڅ معتبر، مستند یا اړونده سرچینې نه دي په ګوته کړي.آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د برټش براډکاسټنګ کارپوريشن دغه خبر د بنيادي صحافتي اخلاقو خلاف ورزي ده، د برټش براډکاسټنګ کارپوريشن په جعلي خبرونو کښې هيڅ حقيقت نشته۔د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي چې د برتانیا براډکاسټنګ کارپوریشن جعلي خبرونه په ښکاره ډول د یو منظم غلط معلوماتو کمپاین برخه وه او دا مسله د برطانیا براډکاسټنګ کارپوریشن چارواکو سره راپورته کوو.
د یادونې ده چې بي بي سي د پاکستان فوځ سرلښکر په اړه یو خبر نشر کړې وو ، په خبر کې ویل شوې وو چې د پاکستان فوځ سرلښکر به د څوکۍ لرې کړې شي.