د پاکستان نوي وزیراعظم ټاکنه به د ګل په ورځ ترسره شی

0
153

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په تاریخ کې په اول ځل یو وزیراعظم د عدم اعتماد ووټ په اچوونه د څوکۍ لرې کړې شو او سبا د ګل په ورځ به د نوي وزیراعظم ټاکنه ترسره شي.
قامي اسمبلۍ كښې د پارليماني مشرانو د وینا نه پس اياز صادق غونډه د اپرېل په 11مه نېټه د سهار تر 11 بجو پورې وځنډوله او د نوي وزيراعظم (ليډر آف ايوان) انتخاب به د ګل په ورځ كېږي۔
اياز صادق وويل دوزيراعظم څوکۍ لپاره به کاغذونه نن ماسپښين دوه بجې ترلاسه کولى شي اؤ دکاغذونو څيړنه به دماسپښين تر دريو بجو ترسره کيږي چې له هغې وروستو به دنوي مشر انتخاب په 11م اپريل ترسره کيږي.

Leave a reply