مونږ د چا نه غچ او انتقام نه اخلو: شهباز شریف

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم لیګ ن صدر او د اپوزیشن ګوندونو مشر شهباز شریف اعلان کړې دې چې مونږ به د چا نه انتقام نه اخلو او نه به يې په جيلونو کې واچوو.
په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف د وزيراعظم عمران خان په ضد د بې اعتمادۍ د تحريک تر برياليتوب وروسته په خپله وينا کې وئيلي دي چې مونږ به د چا نه انتقام نه اخلو او نه به په چا ظلم وکړو.
قومي اسمبلۍ ته په وينا کې شهباز شريف وويل نن يو نوی سحر راروان دی او الله دې د پاکستان د خلکو دعاګانې قبولې کړي.
د یادونې ده چې د شهباز شریف دا خبرې او اعلان په دې وخت کې مخې ته راغلې چې د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحریک کامیاب شوې او عمران خان د پاکستان په تاریخ کې لومړې وزیراعظم دې چې د عدم اعتماد د رای په اچوونه د څوکۍ څخه لرې کړې شو.

Leave a reply