مسکو کې د افغانستان سفارت پۀ رسمي ډول د ا.ا.ا ته سپارل شوی
مسکو کې د افغانستان سفارت پۀ رسمي ډول د ا.ا.ا ته سپارل شوی
که څه هم روسي چارواکو په دې اړه تازه څه نهدي ویلي، خو د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي وو چې د طالبانو ډيپلوماتانو ته یې باورلیک ورکړی دی.
(2022 / 4 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په روسیه کې د افغانستان سفارت د دوی لهخوا استول شوي ډيپلومات ته سپارل شوی دی.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې طالبانو د هغوی استازي ته د باور لیک د ورکولو له امله د روسیې له حکومت څخه مننه هم کړې ده.
خبرپاڼه وایي، چې طالبان حق لري چې له هېواده بهر د افغانستان د سیاسي استازولیو مدیریت په خپل لاس واخلي.
روسیې په داسې مهال د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی چې لا هم د دې ډلې حکومت چا په رسمیت نهدي پېژندلی.
تر دې وړاندې د چین او پاکستان هم د طالبانو استول شوي ډيپلوماتان منلي وو.