ایران لۀ افعان کډوالو سره د ایراني ځواکونو بد چلند د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابوالي دسیسه ګڼلې 

 ایران لۀ افعان کډوالو سره د ایراني ځواکونو بد چلند د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابوالي دسیسه ګڼلې 

په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان، له افغان کډوالو سره د ایرانیانو چلن ځورونکی بولي او ټینګار کوي چې دغه هېواد کې د افغانانو د ژوند کولو وضعیت ښه‌والي لپاره هڅې دوام لري.

(2022 / 4 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د ایران سفارت نن یکشنبه پر خپل ټویټرپاڼه په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره «فتنې او دسیسې» روانې دي.

په ویناپاڼه کې راغلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایرانیانو له لوري د افغان کډوالو د زورونې ویډیوګانې، د دواړو هېوادونو د اړیکو  خرابولو لپاره پلان شوي دي.

په ویناپاڼه کې راغلي: «د ایران سفارت د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره د فتنې او دسیسې په اړه د خبرداري ترڅنګ، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي کلیپونه پلان شوي بولي او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې او تاریخي اړیکې خړې پړې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایران کې له افغان کډوالو سره د زورونې، وهل-ټکولو او ناسم چلن د ګڼ‌شمېر هېوادوالو تند غبرګونونه او نیوکې له ځان سره لرلې دي.

په ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر افغانان په ایران کې د ایراني ځواکونو او عامو خلکو له لوري له افغان کډوالو ناسم چلن غیرانساني بللی او غندلی یې دی.

د دوی په وینا، په داسې یوه هېواد کې چې ګډ‌ فرهنګي او ژبني مشترکات لري د افغان کډوالو زورونه نوې نه ده او کلونه کېږي چې د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو او عامو خلکو ظلمونه زغمي.

پېژندل شوي سندرغاړي فرهاد دریا د اعتراض په بڼه پر خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي، سره له دې چې ګڼ‌شمېر افغانان له روحي پلوه سپکاوي او تاوتریخوالي سره مخ دي، هغوی له جنسي اړخه هم ځورول کېږي. هغه له ایرانیانو غوښتي چې اجازه ور نه کړي. غیرانساني سیاستونه د نورو عزت او حیثیت له منځه یوسي.

ایران کې پر افغان کډوالو د فشار زیاتېدو په دوام د ټولنیزو رسنیو یو شمېر نور کاروونکي وايي، د ایران پوله‌ساتو ځواکونو افغانانو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي ترڅنګ، نژادپالنې او خپل‌ سریو ته مخه کړې ده.

یوشمېر هغه افغان کډوال چې ایران کې ژوند کوي وايي، داچې د ایرانیانو له خوا ورته سپکاوي او بې‌عزتي کیږي، په ازاده توګه تګ راتګ نه شي کولی.

په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان، له افغان کډوالو سره د ایرانیانو چلن ځورونکی بولي او ټینګار کوي چې دغه هېواد کې د افغانانو د ژوند کولو وضعیت ښه‌والي لپاره هڅې دوام لري.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې افغان کډوالو سره د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو د ناسم چلن په تړاو یې کابل کې د ایران مسوولان احضار کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载