د پاکستان پارلمان سبا ورځ د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره غونډه کوي 

0
78

د پاکستان پارلمان سبا ورځ د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره غونډه کوي 

پارلمان ويلي، د لومړي وزارت څوکۍ ته نوماندان د نن تر دوه بجو پورې نومليکنه کولی شي. په راپورونو کې ويل شوي چې د دوشنبې ورځې د غونډې په سهارنۍ برخه کې به لومړی پارلمان ته نوی مشرتابه ټاکل کيږي او تر غرمې وروسته په دوه بجو به د لومړي وزير د ټاکلو لپاره غونډه وشي.

 

(2022 / 4 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان پارلمان د عمران خان تر بې واکه کولو وروسته اوس ويلي چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به نوی لومړی وزير وټاکي.

پارلمان ويلي، د لومړي وزارت څوکۍ ته نوماندان د نن تر دوه بجو پورې نومليکنه کولی شي. په راپورونو کې ويل شوي چې د دوشنبې ورځې د غونډې په سهارنۍ برخه کې به لومړی پارلمان ته نوی مشرتابه ټاکل کيږي او تر غرمې وروسته په دوه بجو به د لومړي وزير د ټاکلو لپاره غونډه وشي.

په ورته مهال له واکه ګوښه شوي لومړي وزير عمران خان نن د خپل ګوند تحريک انصاف د مرکزي کمېټې غونډه را بللې ده. اټکل کيږي چې نوموړی به تر دې غونډې وروسته د خپلو راتلونکو ګامونو څرنګوالی اعلان کړي.

د تحریک انصاب ګوند په مرکزي کمېټه کې د شاه محمود قریشي،‌ اسد عمر،‌ فواد چودري،‌ پرویز خټک او شفقت محمود په ګډون نور کسان شامل دي.‌‌

Leave a reply