ترکیې پۀ غور ولایت کې پۀ ۸۰۰ کورنيو خوارکي مرستې وېشلې دي 

0
85

 ياد سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، چې ويشل شوې مرستې يې د خپل هېواد د سرې میاشتې ټولنې، د داخلي افاتو او بېړنیو چارو د تنظیم وزارت او په کابل کې د ترکیې د همکاریو د همغږۍ ادارې په همکارۍ برابرې کړې وې.

(2022 / 4 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کابل کې د ترکیې سفارت ويلي چې د نېکۍ په نوم د اوردګاډي په وسیله ‌یې افغانستان ته را لېږدولې مرستې، په غور کې پر ۸۰۰ بې وزلو کورنيو وېشلې دي.

ياد سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، چې ويشل شوې مرستې يې د خپل هېواد د سرې میاشتې ټولنې، د داخلي افاتو او بېړنیو چارو د تنظیم وزارت او په کابل کې د ترکیې د همکاریو د همغږۍ ادارې په همکارۍ برابرې کړې وې.

د ترکیې سفارت وايي، له دې سره د هغو کورنیو شمېر تر ۲۸ زرو واوښت چې د دوی له‌ خوا ورسره بشري مرستې شوې دي.

Leave a reply