پاکستان کې تر سیاسي کش مکش وروسته؛ عمران خان لۀ دندې لرې کړل شو

0
92

پاکستان کې تر سیاسي کش مکش وروسته؛ عمران خان لۀ دندې لرې کړل شو

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې لا هم د کړکېچ د پراختیا احتمال شته دی، ښارونو نظامي بڼه غوره کړې ده، پر هوایي ډګرونو بندیز لا هم پر خپل ځای دی او امنیتي ځواکونو ته د تیارسی امر شوی دی.

 

(2022 / 4 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ په دوام ددغه هېواد لومړی وزیر عمران خان له دندې ګوښه کړل شو.

د وروستیو راپورونو له مخې تېره شپه ناوخته د پاکستان د پارلمان مشر او مرستیال یې له دندې استعفا ورکړه او خپله څوکۍ یې د مخالف ګوند غړو ته وسپارله.

دغه ګوند هم له ځنډ پرته لومړي وزیر عمران خان ته د نه باور رایه وکاروله او هغه یې له دندې ګوښه کړ.

رسنۍ وايي چې عمران خان له خپل دفتر وتلی او دمګړی په اسلام اباد کې خپل شخصي کور ته ستون شوی دی.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې لا هم د کړکېچ د پراختیا احتمال شته دی، ښارونو نظامي بڼه غوره کړې ده، پر هوایي ډګرونو بندیز لا هم پر خپل ځای دی او امنیتي ځواکونو ته د تیارسی امر شوی دی.

Leave a reply