د بښنې نړۍوال سازمان ایران کې لۀ افغان کډوالو سره وروستی چلند زړۀ بوږنوونکی بللی دی

د بښنې نړیواله اداره وايي باوري سرچینو ورته ویلي چې ایراني عسکرو پر ځینو افغان کډوالو تېری کړی دی، دوی په نښه کړي دي او سخت یې شکنجه کړي دي. د بښنې نړیواله اداره د ایران دغه عمل غندي او د بشري حقونو پر نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې په دې برخه کې چوپتیا ماته کړي.
(2022 / 4 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بښنې نړیوالې ادارې له افغانانو سره د ایران وروستی چلند غندلی دی.
د بښنې نړیوالې ادارې د جنوبي آسیا د برخې مسوولینو ویلي دوی هغه تصویرونه و ویډیوګانې ترلاسه کړې چې په هغه کې له افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند ښکاري.
سرچینه کاږي ایراني عسکرو له افغان کډوالو سره غیر انساني چلند کړی دی او د دوی انساني حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي.