تاجکستان ویلي چې افغانستان سره بشردوستانه مرسې باید ډېرې شي

تاجکستان ویلي چې افغانستان سره بشردوستانه مرسې باید ډېرې شي
د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي چې افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او که په دغه هېواد کې له اقتصادي ودې سره همکاري و نه شي نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته ستونزې جوړېدلی شي.
(2022 / 4 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د بشردوستانه مرستو ډېرېدو ته اړتیا ده.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان او سیمه کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
امام علي رحمان ویلي چې د افغانستان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او نړیوالو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.
د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي چې افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او که په دغه هېواد کې له اقتصادي ودې سره همکاري و نه شي نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته ستونزې جوړېدلی شي.