د بهرنیو پانګوالو د جذب پۀ موخه، افغان حکومت د ویزو ورکړې سیستم اسانه کړی 

0
167

په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د بهرنیو پانګه والو د اسانتیا لپاره به د کابل په هوایي ډګر کې د بېړنۍ وېزې د ورکړې څانګه پرانیستل کېږي او لا ډېرې اسانتیاوې به راځي. افغان حکومت یو ځل بیا پر بهرنیو پانګه والو غږ کړی چې افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی ورسره د بشپړې همکارۍ ژمنه کوي.

(2022 / 4 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وایي بهرنیو پانګه والو او سوداګرو ته د وېزو د ورکړې اسانتیا برابروي.

د افغان حکومت د مرکزي ویاند مرستیال په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي چې د رییس الوزرا د مرستیال تر مشرۍ لاندې په اقتصادي غونډه کې پرېکړه شوې چې د بهرنیو پانګه والو د جذب لپاره هڅې ډېرې شي.

Leave a reply