نن د عدم اعتماد رای اچوونې آخري ورځ ده، څوک چې د ورسته نه ورته خبرې کوي،غلط کار کوي: سردار آیاز صادق

0
47

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اياز صادق وئيلي دي چې نن د عدم اعتماد په تحريک د ووټ اچولو اخري ورځ ده .
په پارليمنټ هاؤس کې ميډيا سره خبرو کې اياز صادق وويل چې سپيکر وويل غونډه تر سبا پورې ځنډولې ده، نو څنګه به غونډه تر سبا پورې وځنډول شي، نن ووټ اچول لازمي دي، اوس يواځې د عدم اعتماد رايې اخستل پکار دي.
اياز صادق وويل په اته بجې د ووټ اچولو خبره نه ده شوې، څوک چې ورته شاته خبرې کويي غلط کار کوي، د سپيکر لخوا ډېره ساده خبره وه چې د پاکستان د سپريم کورټ حکم دې تعقيب کړي، په پرېکړه ليک کې ليکل شوي چې د عدم اعتماد رای اچوونه باید په ۱۰:۳۰ بجې ترسره شي.

Leave a reply