د پاکستان تاریخ د ملکي آیین څخه د سرغړونې ډک دې: شاه محمود قریشي

0
139

باغي ټي وي رپورټ
شاه محمود قريشي وويل تحريک وړاندې کول د اپوزيشن حق دى او دا زمونږ حق دى چې دفاع وکړو.

قوم ته په خطاب کې وزيراعظم وويل دعدالت په فيصلې خفه شوم خو په درنه زړه يې فيصله منلې ده، دپاکستان تاريخ داساسي قانون څخه دسرغړونې ډک دى، په ١٢م اکتوبر ١٩٩٩ء کې داساسي قانون خلاف ورزي شوې ده.
شاه محمود قريشي وويل مولانا فضل الرحمان اؤ شهباز شريف داسې بيانونه کړي چې هيڅ نظريه ضرورت به نۀ مني، زه خوشحاله يم چې زمونږ جمهوريت وده کړې اؤ هيڅوک هم نظريه ضرورت منلو ته تيار نۀ دى.

د بهرنیو چارو وزیر د ګواښونکي لیک ته په اشارې سره وویل چې د ملي امنیت کمېټې د مکتوب له کتلو وروسته دا یوه جدي موضوع وبلله او بیا یې د امریکا سفیر ته د ډی مارش کولو امر هم وکړو.

کله چې شاه محمود قريشي د ګواښونکي خط په اړه خبرې پيل کړې، نو مخالفو احتجاج وکړ او ويې ويل چې د بهرنيو چارو وزير بيا د لیک په اړه خبرې کوي، د نن ورځې په ایجنډا کې يواځې د عدم اعتماد تحريک شامل دى.

د شهباز شریف او بلاول بهټو زرداري په مشرۍ د اپوزیشن غړي ودریدل او د سپیکر نه یې د عدم اعتماد په تحریک د رایې اچوونې غوښتنه وکړه.

Leave a reply