کابل کې  د نن ورځې چاودنې یو امنیتي کس ټپي کړی دی 

0
55

کابل کې  د نن ورځې چاودنې یو امنیتي کس ټپي کړی دی 

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې دغه ماین د سړک غاړې په یوه ګلدان کې اېښودل شوی و. دی وايي په دې پېښه کې یو نظامي کس ټپي شوی او د چاودنې په اړه پلټنې روانې دي.

 

(2022 / 4 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند په سلیم کاروان سیمه ساحه کې د ماین چاودنې یو نظامي کس ټپي کړی دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې دغه ماین د سړک غاړې په یوه ګلدان کې اېښودل شوی و. دی وايي په دې پېښه کې یو نظامي کس ټپي شوی او د چاودنې په اړه پلټنې روانې دي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کابل ښار په پل خیشتي جومات کې هم د لاسي بم چاودنه وشوه چې پکې شاوخوا لس کسان ټپيان شوي وو.

Leave a reply