شهباز شریف نن په قامۍ اسمبلۍ غونډه کې وینا وکړه

باغی ټي وي رپورټ
نن د قومي اسمبلۍ په غونډه کې په خپله وينا کې د پاکستان مسلم لیګ نه صدر او د اپوزیشن ګوندونو مشر شهباز شريف وويل چې نن پارليمان په آئيني او قانوني توګه يو منتخب وزيراعظم ته ماتې ورکوي.
هغه وويل چې که دا خلق د بهرني سازشونو په اړه خبرې کوي نو خبره به ډیره لرې لاړه شی او مونږ به هر څه په ډاګه کړو. د اپوزېشن مشر د سترې محکمې د پرېکړې د لوستلو پر مهال د قومي اسمبلۍ له سپيکر وغوښتل چې د عدالت له حکم سره سم دې د عدم اعتماد تحريک پر مخ بوځي.
د یادونې ده چې نن د سپریم کورټ په امر د قامي اسمبلۍ غونډه پیل شوه خو تراوسه د ځنډ ښکار ده او وس سپیکر اعلان کړې چې دا غونډه به د شپې په اته بجې بیا پیل شي او د عدم اعتماد په تحریک به راې اچوونه وشي.






