ننګرهار کې چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل 

0
183

ننګرهار کې چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل 

د ننګرهار اوسېدونکو له دغو عملیاتو خوښي ښودلې او ولسوالیو ته یې هم دغځولو غوښتنه کوي. د ننګرهار سیمییزو چارواکو هم د دغو عملیاتو په لومړۍ ورځ ډاډ ورکړی و چې د ښار له تصفیې وروسته به یې ولسوالیو ته هم غځوي، خو تازه یې ولسوالیو ته د دغو عملیاتو د غځولو په اړه څه نه دي ویلي.

(2022 / 4 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د کور په کور پلټنې عملیات د ۵۴۵ میله سپکو او درنو وسلو په راټولولو پای ته ورسېدل. دوی زیاتوي چې یوه اونۍ یې دوام وکړ، پکې ګڼ نور جنګي تجهیزات او دولتي زرهي موټرونه هم نیول شوي او یو کس له انسان تښتوونکو ازاد شوی دی. د کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ددغو عملیاتو د پای خبر ورکړی دی.

یاد وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغو عملیاتو کې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو د کورونو د پلټنې لپاره ښځینه منسوبینو هم برخه لرله او د اصولو مطابق یې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.

Leave a reply