د قامي اسمبلۍ غونډه د ځنډ ښکار ده خو دوام لري

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د سپريم کورټ لخوا د ډپټي سپيکر لخوا د غير آئيني اعلانولو وروستو د قومي اسمبلۍ مهمه غونډه نن پیل شوه خو د ځنډ ښکار ده او اوس داسې راپورونه دي چې غونډه به د ماخوستن له لمانځه وروسته بيا پيل شي.

د قامي اسمبلۍ غونډه د سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې د قرآن كريم په تلاوت سره پېل شوه، ورپسې نعت رسول مقبول او ورپسې قامي سرود وغږول شو۔

د قومي اسمبلۍ د نننۍ مهمې غونډې لپاره د قامي اسمبلۍ غړو لا دمخه خپلې څوکۍ نيولې دي، د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د حکومت ٥١ غړي موجود دي خو وزيراعظم عمران خان تر اوسه د اسمبلۍ تالار ته نه دى رسېدلى.
د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د غونډې مشري كولو په مهال ووئيل چې د سپريم كورټ د پرېكړې سره سم به عمل كوي۔

Leave a reply