میدان وردګ ـ ناروغانو ته د تخفیف هوکړه لیکونه

میدان وردګ ـ ناروغانو ته د تخفیف هوکړه لیکونه
د یادو هوکړه لیکونو پر بنسټ به د ولایت په کچه بېوزله او اړمن ناروغان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا اړوندو روغتونونو ته ورپېژندل کېږي او سلام معالجوي روغتون به په تشخیصیه برخو کې د ۳۵ سلنه تخفیف او همدرد معالجوي روغتون به د ۲۰ سلنه تخفیف په نظر کې نیولو سره ناروغان درملنه کوي.
(2022 / 4 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې له دوو خصوصي، سلام او همدرد معالجوي روغتونونو سره د ځانګړي تخفیف په نظر کې نیولو سره په بېلابېلو تشخیصیه برخو کې د ناروغانو د درملنې یو کلن هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
دغه هوکړه لیکونه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رییس قاري صفي الله رائد او د سلام معالجوي روغتون د رییس ډاکټر محمد داود همدرد او د همدرد معالجوي روغتون د رییس ډاګټر ولي الله عزیزي تر منځ لاسلیک شول.
د یادو هوکړه لیکونو پر بنسټ به د ولایت په کچه بېوزله او اړمن ناروغان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا اړوندو روغتونونو ته ورپېژندل کېږي او سلام معالجوي روغتون به په تشخیصیه برخو کې د ۳۵ سلنه تخفیف او همدرد معالجوي روغتون به د ۲۰ سلنه تخفیف په نظر کې نیولو سره ناروغان درملنه کوي.
په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د یادو روغتونو له رییسانو مننه وکړه، چې په سختو حالاتو کې د مظلومو او بېوزله هېواد والو په کم لګښت، پر وخت او په لوړ کیفیت درملنه کوي.






