میدان وردګ ـ ۱۴ کانالونه پاک شول

میدان وردګ ـ ۱۴ کانالونه پاک شول
د یاد کاري بهیر په جریان کې د ١٨٢٧٥.١٣ متره مکعبه په اندازه کانالونه پاک او د اوبو لګولو لپاره چمتو شوي دي، چې په بدل کې یې شا او خوا ٧٠٠ تنو ته د ورځې لس کیلو ګرامه غنم ورکول کيږي، چې په مجموعي توګه په هر کانال کې د لس ورځني کار په بدل کې ټولټال شا او خوا ٧٠ متريک ټنه غنم په یادو کسانو د کار په مقابل کې ویشل شوي دي.
(2022 / 4 / 9 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کار په مقابل کې د غنمو د وېش ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت مقام تر رهبرۍ او د کرنې او اوبو لګولو، د کلیو بیارغونې او پراختیا او سیندریزې حوزې ریاستونو تر څارنې لاندې په مرکز میدان ښار کې د ١٤ کانالونو د پاکولو چارې بشپړې شوې.