نړۍوال بانک ویلي چې افغانستان کې خصوصي سکټور سخت ځپل شوی

نړۍوال بانک ویلي چې افغانستان کې خصوصي سکټور سخت ځپل شوی
په ورته مهال د سروې پایلو ښودلي، چې د افغانستان سیاسي ناورین د ښځو په کاروبار او اقتصادي فعالیتونو هم بدې اغیزې کړې دي او هغه شرکتونه چې مالکانې یې ښځې دي د سروې پر بنسټ ۴۲ سلنهیې په موقتي ډول بند شوي.
(2022 / 4 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیوال بانک وایي، چې په افغانستان کې د روان ناورین له کبله اقتصادي فعالیتونه کمزوري شوي او خصوصي سکتور ډېر ځپل شوی دی.
یاد بانک د یو سروې د پایلې له مخې ویلي کړې، ډېری سوداګر په بازار کې د توکو د تقاضا له کمي سره مخ شوي، چې له کبله یې اقتصادي فعالیتونه او پانګونه کمه شوې ده.
په دې سروې کې د پوښتونکو سوداګرو له هر درېیو کسانو یوه یې ویلي، چې د تېر میلادي کال د اګسټ له میاشتې وروسته یې خپل کاروبار په موقت ډول ځنډولی دی.
نړیوال بانک خپله دغه سروې د تېر کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترسره کړې او د پنجشنبې په ورځ د اپرېل په ۷مه یې خپره کړې ده.
وایي، ۳۸ سلنه واړه شرکتونه په موقتي ډول بند شوي، د متوسطو شرکتونو د بندېدو فیصدي بیا ۳۵ سلنه ده، خو لوی شرکتونه یوازې ۲۵ سلنه له فعالیته لوېدلي دي.
په ورته مهال د سروې پایلو ښودلي، چې د افغانستان سیاسي ناورین د ښځو په کاروبار او اقتصادي فعالیتونو هم بدې اغیزې کړې دي او هغه شرکتونه چې مالکانې یې ښځې دي د سروې پر بنسټ ۴۲ سلنهیې په موقتي ډول بند شوي.
طالبانو بیا تر اوسه د نړیوال بانک یادې سروې په اړه څه نهدي ویلي.






