ملګرو ملتونو پر طالبانو غږ کړی چې د رسنیو ډارول بند کړي 

0
76

ملګرو ملتونو پر طالبانو غږ کړی چې د رسنیو ډارول بند کړي 

په ورته مهال د ازادو خبریالانو ټولنه وايي، چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي.

وايي، په تېرو اوو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۴ پیښې ثبت شوي دي.

 

(2022 / 4 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما یو ځل بیا د رسنیو په وضعیت او د خبریلانو په نیولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د پنجشنبې د ورځې ناوخته ویلي، چې  د طالبانو له خوا په خپل سر د خبریالانو نیولو په کچه کې د کموالي هیڅ نښه نه لیدل کیږي.

یادې  ادارې ویلي، چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو په اکثرو قضیو کې طالبانو نیول شوي کسان په بند کې د ساتلو له ځایه بهر سره د هېڅ ډول اړیکو د نیولو اجازه هم نه ده ورکړې.

یوناما زیاته کړې، یوناما ویلي بسم الله وطندوست په بند کې د لس ورځو تیرولو او بهر سره د اړیکو لرلو پرته راخوشې شو. خو اوس نور بندیان شوي دي.

ملګري ملتونه له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو ډارول دې بند کړي.

د یادونې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې طالبانو په کندهار کې پر څو راډیوګانو چاپې ووهلې او یو شمېر خبریالان او د راډیو کارکوونکي یې بندیان او بېرته خوشې کړل.

په ورته مهال د ازادو خبریالانو ټولنه وايي، چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي.

وايي، په تېرو اوو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۴ پیښې ثبت شوي دي.

Leave a reply