د پاکستان پارلمان نن عمران خان ته د نۀ باور رایه ورکوي

د پاکستان پارلمان نن عمران خان ته د نۀ باور رایه ورکوي
محکمې وویل قامي اسمبلۍ کې به نن عمران خان ته د نه باور رایې پروسه کې رایې واچول شي. عمران خان په وروستۍ وينا کې د ده د بېواکه کولو لپاره د اپوزېسيون ګوندونو له خوا پیل شوې پروسه نړيواله توطيه ياده کړه.
(2022 / 4 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان قامي اسمبلۍ نن د دې هېواد د سترې محکمې د حکم له مخې غونډه کوي. پرون د غونډې شپږ ماده ییزه اجنډا خپره شوې، چې له مخې یې په نننۍ غونډه کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د بې باورۍ رایې په هکله رایه اچونه کېږي.
د پاکستان سترې محکمې وړمه ورځ د دغه هېواد پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د نه باور رایې قرارداد مخنیوی غیر قانوني وباله اوس داسې برېښي چې دی به واک له لاسه ورکړي.
محکمې وویل قامي اسمبلۍ کې به نن عمران خان ته د نه باور رایې پروسه کې رایې واچول شي. عمران خان په وروستۍ وينا کې د ده د بېواکه کولو لپاره د اپوزېسيون ګوندونو له خوا پیل شوې پروسه نړيواله توطيه ياده کړه.
عمران خان اعلان کړی چې له بهره وارد شوی حکومت نه مني او له خپلو پلویانو یې غوښتي دي چې لاریونونه پیل کړي.






