غربي هېوادونه وایي له دې وروسته له افغانستان سره د دوی مرستې د نوي حکومت په چلند پورې تړاو لري

0
79

غربي هېوادونه وایي له دې وروسته له افغانستان سره د دوی مرستې د نوي حکومت په چلند پورې تړاو لري

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما مشره دیبورا لاینز هم ددې کنفرانس ګډونواله وه. دوی ټینګار کړی چې له افغانستان سره د دوی مرستې د نوي حکومت په چلند پورې تړلې دي او زیاتوي چې مقابل لوری باید پر ژمنو عمل وکړي.

 

(2022 / 4 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو ځانګړو استازو په بروکسل کې په یوه تازه غونډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت باید له نړیوالې ټولنې او افغانانو سره پر کړو ژمنو عمل وکړي.

په دې غونډه کې د فرانسې، امریکا، آلمان، برېټانیا او ایټالیا ځانګړو استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې خبرې کړې دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما مشره دیبورا لاینز هم ددې کنفرانس ګډونواله وه. دوی ټینګار کړی چې له افغانستان سره د دوی مرستې د نوي حکومت په چلند پورې تړلې دي او زیاتوي چې مقابل لوری باید پر ژمنو عمل وکړي.

دوی همدا راز وایي چې بشري مرستې باید اړمنو ته ورسول شي او هېڅوک دې په دې چاره کې مداخله نه کوي او د مرستندوه بنسټونو د کارکوونکو امنیت دې خوندي کړل شي. دوی په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د افغان نجونو د ښوونځیو پرانیستل هم برخلیک ټاکونکې موضوع بللې ده.

Leave a reply