ملګرو ملتونو ویلي چې نړۍوال پخپلو مرستو افغانستان کې روان ناورین ختمولی شي 

0
153

سرچینه کاږي چې په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي چې دا د نړۍ په کچه له لوږې سره د مخ کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده. ملګرو ملتونو پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غږ کړی چې له افغانستان سره پراخې مرستې وکړي او په دې توګه به یې د یوه ستر بشري ناورین مخنیوی کړی وي.

(2022 / 4 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي نړیوال په خپلو مرستو کولی شي افغانستان کې بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي. د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې نړۍ د اوکراین پر مسئله بوخته ده، خو دوی یې یو ځل بیا پام افغانستان ته را اړوي او ترې غواړي چې دلته بشردوستانه مرستې پراخې کړي.

سرچینه کاږي چې په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي چې دا د نړۍ په کچه له لوږې سره د مخ کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده. ملګرو ملتونو پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غږ کړی چې له افغانستان سره پراخې مرستې وکړي او په دې توګه به یې د یوه ستر بشري ناورین مخنیوی کړی وي.

دغه ادارې په خپلو وروستیو هڅو کې له افغانستان سره د شاوخوا ۲،۵ میلیاردو ډالرو مرستې راټولولو خبر هم ورکړی خو وایي دا کافي نه دي.

Leave a reply