عمران خان ویلي چې د دۀ د مخالفو ګوندو حکومت به هېڅکله ونشي منلی

عمران خان ویلي چې د دۀ د مخالفو ګوندو حکومت به هېڅکله ونشي منلی
په ورته مهال د پاکستان سترې محکمې پنجشنبې ماښام د دغه هېواد پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د نه باور رایې قرارداد مخنیوی غیر قانوني وباله اوس داسې برېښي چې دی به واک له لاسه ورکړي.
محکمې وویل قامي اسمبلۍ کې به نن شنبه عمران خان ته د نه باور رایې پروسه کې رایې واچول شي.
(2022 / 4 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له واک څخه لېرې کړای شوی عمران خان وايي، چې د بهرنیانو په ملاتړ به د مخالفو ګوندونو حکومت ونهمني.
هغه زیاتوي، له بهره وارد شوی حکومت به ونه مني او خلکو ته به مراجعه وکړي، ځکه په باور یې د خلکو له خوا ټاکل شوی او بيا به بېرته هغوی ته مخه کوي.
عمران خان د پاکستان ملت ته په وینا کې چې جمعه اپرېل ۸مه خپره شوه د دې سترې محکمې پر پرېکړې خواشیني وښوده او ویې ویل، چې پرېکړې به یې ونهمني.
د پاکستان صدراعظم همدارنګه پخپلو پلویانو غږ وکړ چې د یکشنبې په روځ په ټول هیواد کې سوله ایزې مظاهرې وکړي.
په ورته مهال د پاکستان سترې محکمې پنجشنبې ماښام د دغه هېواد پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د نه باور رایې قرارداد مخنیوی غیر قانوني وباله اوس داسې برېښي چې دی به واک له لاسه ورکړي.
محکمې وویل قامي اسمبلۍ کې به نن شنبه عمران خان ته د نه باور رایې پروسه کې رایې واچول شي.
د یادونې ده چې عمران خان تر دې وړاندې امریکا د نوموړي د ګوښه کېدو تر شا ده.





