ننګرهار کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم مړ او مور یې ټپي شوې

0
176

ننګرهار کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم مړ او مور یې ټپي شوې

د سرچینې په وینا، چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالي مريز سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دغه ماشوم د هاوان مرمۍ په لاس کې اخیستې وه او له ځان سره یې لېږدوله چې پرې چاودلې.

 

(2022 / 4 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د ننګرهار سیمه‌ییزې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او مور یې ټپي شوې ده.

د سرچینې په وینا، چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالي مريز سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دغه ماشوم د هاوان مرمۍ په لاس کې اخیستې وه او له ځان سره یې لېږدوله چې پرې چاودلې.

د سرچینې په وینا، د چاودنې غږ ډېر قوي و.
د ننګرهار محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې ده چې له دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پخوانيو ماينونو او سرګلولو د چاودنو له امله ورته پېښې رامنځته شوي چې مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.

Leave a reply