په اسرائیل کې د تیرو دوو اونیو په دننه کې څلورم وسله وال برید ترسره شو

په اسرائیل کې د تیرو دوو اونیو په دننه کې څلورم وسله وال برید ترسره شو
په شراب خانه کې ناستو خلکو ډیرو ځانونه د میزونو لاندې پټ کړل. په برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ټپیان شول چې د ۴ تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.
دې برید په سیمه کې خلک ډیر زیات وډارول. د برید نه وروسته سمدلاسه روغتیايی او امنیتي ډلې سیمې ته راورسیدی.
(2022 / 4 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروستی برید د اسرائیل په پلازمینه تل ابیب کې رامنځته شو. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۲ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تیره شپه یو تن برید کوونکي د اسرائیل په پلازمنیه تل ابیب کې د دیزنګوف په جاده کې یو شراب خانې ته د ننوتو نه وروسته په خلکو ډزې پیل کړې.
په شراب خانه کې ناستو خلکو ډیرو ځانونه د میزونو لاندې پټ کړل. په برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ټپیان شول چې د ۴ تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.
دې برید په سیمه کې خلک ډیر زیات وډارول. د برید نه وروسته سمدلاسه روغتیايی او امنیتي ډلې سیمې ته راورسیدی.
د برید کوونکي د برخلیک په اړه څه ندي ویل شوي. د ویلو ده چې دا برید په تیرو دوو اونیو کې په اسرائیل کې ترسره شوی څلورم وسله وال برید وو.






