د قامي اسمبلۍ غونډه سبا د خالي په ورځ کیږی
باغی ټي وي رپورټ
د سترې محکمې له پرېکړې وروسته به سبا د قامي اسمبلي غونډه کیږي، په غونډه کې به د ایجنډا مطابق په ۶ موضوعاتو خبرې وشي.
د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ ته د تيرې ورځې د سپريم کورټ د پريکړې کاپي ترلاسه شوې ده چې له هغې وروسته د اسمبلۍ غونډه سبا سهار لس بجې رابللې شوې ده.
په دې لړ كښې د قومي اسمبلۍ غونډه كښې شپږ نکاتي اېجنډا جاري كړې شوې چې پکښې د عدم اعتماد تحريك په اېجنډا كښې په څلورم نمبر دې۔
ياده دې وي چې سپريم کورټ تيره ورځ د قامي اسمبلۍ د ډپټي سپيکر قاسم سوري د دريم اپريل فيصله کالعدم ګرځولې وه او د قامي اسمبلۍ پخواني حالت ته د بحالولو او د عدم اعتماد تحريک لپاره د بيا اجلاس راغوښتلو حکم ئي ورکړے وو۔سپريم کورټ دا هدايات هم کړي وو چې د قومي اسمبلۍ غونډه دې په 9م اپريل د سهار 10:30 بجې را اوغوښتل شي۔