اوکراین کې د ریل ګاډي‌ پر تم د توغندي‌ برید شوی دی

0
128

ویل کیږي‌ دا برید پداسې حال کې شوی دی چې په لسګونو تنه ملکي‌ وګړي‌ د جګړو نه د تښتیدو په خاطر په اورګاډو کې خوندي‌ سیمو ته سفر کوي.

د برید پر مهال په لسګونو تنه ملکي‌‌ وګړو د ریل ګاډي‌ په تم ځای کې شتون درلود.

(2022 / 4 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین په ختیځ کې د دونتسک د کراماتورسک په ښار کې د ریل ګاډي‌ په یو تم ځای د توغندي‌ برید شوی چې په نتیجه کې په لسګونو تنه ملکي‌‌ وګړي‌ وژل شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ دا برید پداسې حال کې شوی دی چې په لسګونو تنه ملکي‌ وګړي‌ د جګړو نه د تښتیدو په خاطر په اورګاډو کې خوندي‌ سیمو ته سفر کوي.

د برید پر مهال په لسګونو تنه ملکي‌‌ وګړو د ریل ګاډي‌ په تم ځای کې شتون درلود.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر سلو ډیر  کسان ټپیان شوي‌ دي.

Leave a reply