د پیټرولیم مصنوعاتو په قیمت کې د ۳۵ روپۍ في لیټر زیاتوالي سمري ولیږل شوه

باغی ټي وي رپورټ
د پټروليم ډويژن د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د 35 روپو في ليټر زياتوالي سفارش کړے دے۔
د پټروليم ډويژن د پټروليم مصنوعاتو کمي په اړه سمري په بيړنۍ توګه کابينې ته ليږلې ده۔د تفصيلاتو ترمخه د پټروليم ډويژن د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د 35 روپو في ليټره زياتولو سپارښتنه کړې ده، د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې دې په فوري توګه 27 روپۍ، د هائي اسپيډ ډيزل په بيه کښې 35 روپۍ في ليټر زياتوالى راوستلې شي. که په سمدستي توګه د پټروليم مصنوعاتو نرخونه لوړ نه کړل شول نو په ملک کې به سخت کمي رامينځته شي،
د میډیا رپورټ مطابق که نرخونه همداسې پاتې شي، نو د جون تر 30 پورې به 136 ملیارده روپۍ سبسیډي ورکول وي.






