تر ۲۵۰۰ زیات سیکان د هند څخه پاکستان ته راځي

باغی ټي وي رپورټ
د اپریل په 12 به د 2,500 څخه ډیر سیکان زیارت کونکي (یاتریان) د واګه پولې له لارې پاکستان ته راشي ترڅو دلته د ویساخي جشن ولمانځي.
ايډيشنل سيکرټري شريس رانا شاهد، ډپټي سيکرټري عمران ګوندل، پردهن سردار امير سنګهـ او د سکهانو نور مشران او د بورډ چارواکي به دې سیکانو هرکلي کوي.رانا شاهد وويل د ايوکوئي ټرسټ پراپرټي بورډ (اي ټي پي بي) چيئرمېن ډاکټر امير احمد په هداياتو به د امنيت پشمول ټول انتظامات يقيني کړل شي.
هغه وویل چې اصلي مراسم به د حسن ابدال په ګوردواره پنجه صاحب کې ترسره شي.د سیکانو یاتریان به د اپریل په 21 بیرته هند ته ستانه شي. د پاکستان ریلوې پلان لري چې د اپریل له 12 څخه تر 17 پورې نهه ځانګړي ریل ګاډي چلوي ترڅو دې سیکانو زیارت کونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې دوی د مذهبي مراسمو لپاره له هند څخه پاکستان ته راځي او دوی په اسانه سفر وکولې شي.






