د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د کابینې غونډه شوې

باغي ټي وي رپورټ
نن د جمعې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔په دې غونډه کې د هېواد په روان سياسي صورتحال او نورو مهمو چارو خبرې وشوې۔
عمران خان یوه ورځ وړاندې په یوه ټویټ کې د سترې محکمې د ډپټي سپیکر د بې اعتمادۍ د ردولو او د ملي اسمبلۍ د لغوه کولو حکم وروسته له هغې د خپلې کابینې او ګوند د غونډو د رابللو اعلان وکړ.وزيراعظم به نن ماښام نه وروستو قوم ته وینا هم کوي۔
د یادونې ده چې په په دریم اپریل ډپټي سپیکر قاسم سوري د عمران خان په ضد د اپوزیشن ګوندونو د عدم اعتماد تحریک رد کړو چې بیا روستو عمران خان صدر پاکستان ته امر وکړو چې اسمبلۍ ماتې کړي او د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي د اسمبلۍ ماتولو اعلان وکړو او په ملک کی یو د ټاکنو اعلان هم وکړو.
ددې پریکړې د پاکستان سترې محکمې نوټس واخستو او پرون به ۷ اپریل د ماښام ی د ډپټي سپیکر دا ګام او د وزیراعظم او صدر پاکستان د اسمبلیو ماتول غیر آینی وګرځول او د پاکستان سپریم کورټ امر جاري کړو چې اسمبلي بحال شوه او د عمران خان په ضد به په ۹ نهم اپریل د عدم اعتماد لپاره رای اچونه وشي.
Meeting of the Federal Cabinet is underway with Prime Minister @ImranKhanPTI in the chair. pic.twitter.com/3j9vGN0Eud
— Prime Minister's Office (@PakPMO) April 8, 2022





