اسلام آباد هایی کورټ پیکا آرډیننس کالعدم ګرځولې ، د پیکا په ضد ی درخواستونو منظوري ورکړې

0
137

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د پيکا (الکترونیکي جرمونو د مخنیوي قانون) ترمیمي آرډیننس لغوه کړی دی.
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس اطهرمن الله د پيکا ترميمي آرډيننس په ضد د درخواستونو اورېدنه وکړه۔د ايف آئي اے لخوا عدالت ته رپورټ جمع کړے شوے وو په کوم کښې چې چيف جسټس اطهرمن الله ريمارکس ورکړے وو چې عدالت ته دې ايس او پيز وړاندې کړې شي او هغه هم تر پښو لاندې کړے شو، هغه د ايس او پيز خلاف ورزي کړې او هغه سيکشنونه يې لګولي دي کوم چې حاضر نه شول هغه صرف د محکمې څخه د مخنیوي لپاره اضافه کړے شول۔
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس پوښتنه وکړه چې د دې نه څنګه بچ کيدے شي؟ په دې اړه د ايف آئي اے ډائريکټر بابر بخش قريشي وويل چې قانون جوړ شوى دى د هغې د عملي کولو لپاره فشار اچول کیږي.

جسټس اطهر من الله پوښتنه وکړه چې ایا تاسو د یو عام سړي لپاره کوم اقدام کړی؟ په لاهور کې ایف آی آر درج شوی او په اسلام اباد کې چاپه وهل شوې ده.

د ايف آئي اے ډائريکټر بابر بخت قريشي عدالت ته اوويل چي مونږ د ايف آئي آر نه مخکي هم ګرفتاري کوو نو بيا د هغه نه برآمد کيدو باندي ايف آئي آر درج کوو په کومه چي عدالت پوښتنه وکړه چي تاسو څنګه ګرفتاري کولي شئ؟ د کوم قانون له مخې نیولې شي؟
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې تاسو په خپلو عملونو پښيمانه نه ياست او دلائل ورکوئ، د چا احتساب پکار دی، ذمه وار څوک دی؟

جسټس اطهرمن الله وويل چې خبريالان څارل کيږي، دا د ايف آئي اے کار دی؟د ايف آئي اے ډائريکټر ووئيل چې د بلال غوري نه علاوه د ټولو نه انکوائري مکمله شوې ده په کوم باندې چې عدالت پوښتنه وکړه چې بلال غوري په وېلاګ کې د کتاب حواله ورکړې ده نوو کارروائي څنګه کيږي؟محکمې د جمعې له لمانځه وروسته په یوه لنډ حکم کې د پیکا آرڈیننس ۲۰۲۲ غیر آییني او باطل اعلان کړو.عدالت د پیکا ترمیمي آرډیننس په ضد د PFUJ او نور درخواستونه منظور کړل.

Leave a reply