اوکراین سره جګړه کې روسیې ته د پام وړ مرګ ژوبله اووښتې

اوکراین سره جګړه کې روسیې ته د پام وړ مرګ ژوبله اووښتې
پیسکوف هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې روسي پوځیان د بوچا په ښارګوټي کې د خلکو په وژلو کې لاس لري. هغه پرته له کوم شواهدو ادعا وکړه چې په بوچا کې د وژل شویو ملکي وګړو انځورونه یوه ننداره وه.
(2022 / 4 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې پر اوکراین له خپل برید ۴۴ ورځې وروسته ومنله چې له دغه هېواد سره په جګړه کې ورته د پام وړ تلفات اوښتي دي.
د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف ويلي چې دا مرګ ژوبله د دوی لپاره یوه لویه غمیزه ده. نوموړي هیله څرګنده کړې چې مسکو به په راتلونکو ورځو کې خپل جنګي اهداف ترلاسه کړي.
پیسکوف هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې روسي پوځیان د بوچا په ښارګوټي کې د خلکو په وژلو کې لاس لري. هغه پرته له کوم شواهدو ادعا وکړه چې په بوچا کې د وژل شویو ملکي وګړو انځورونه یوه ننداره وه.
د مارچ په ۲۵ د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په دغه جګړه کې ۱۳۵۱ روسي پوځیان وژل شوي، خو اوکراين بيا ادعا کړې چې په دغه هېواد کې يې شاوخوا ۱۹۰۰۰ روسي پوځيان وژلي دي.






