چین د ا.ا لۀ خوا د نشه یي توکو د بندښت د پرېکړې هرکلی کړی 

0
94

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ا.ا د دې پریکړې قدرداني کړې او ويلي دي، چې د شوروي خلاف د جګړې پر وخت امریکا له هغو افغان جنګ سالارانو ملاتړ کاوه، چې د نشه يي توکو کاروباریان وو. تر دې مخکې يو شمېر نورو هېوادونو د ا.ا لخوا ددغه فرمان هرکلی او ملاتړ کړی و.

(2022 / 4 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د ا.ا د مشر ملا هیبت الله اخوند ته د منسوب هغه فرمان هرکلی کړی، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو یې ورکړی.

په دې فرمان کې د یادو توکیو کښت، کاروبار، قاچاق او استعمال منع ګرځول شوی او عاملينو ته یې د سزا خبرداری ورکړل شوی.

Leave a reply