شیرین مزاري د پاکستان سترې محکمې په پریکړه نیوکې کړي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف غړې او د بشري حقونو وفاقي وزيرې شيرين مزاري د سپريم کورټ د ډپټي سپيکر د رولنګ په اړه پرېکړه په هیواد کې جوډيشل مارشل لا بللې ده.
تيره ورځ سپريم کورټ د قومي اسمبلۍ د ډپټي سپيکر قاسم سوري د دريم اپريل فيصله لغوه کړه او د قامي اسمبلۍ پخواني حالت ته د بحالولو او د عدم اعتماد تحريک بيا رابللو حکم ئي ورکړے دے۔
د اپوزیشن مشرانو د پاکستان د سترې محکمې دا پریکړه او کار “تاریخي” بللی خو حکومي ګوند په سپریم کورټ نیوکې کړې دي.
فواد چوهدري د سترې محکمې د پرېکړې په غبرګون کې ویلي و چې دا د هېواد د غلامۍ پر لور د تګ هڅه ده، خو شهباز ګل ویلي داسې ښکاري چې دوی اوس د ۱۹۴۷ کال حالت ته راګرځېدلي دي.
اوس په دې اړه د وفاقي وزيرې شيرين مزاري بيان هم مخې ته راغلى چې په هغې کې يې د سترې محکمې په پرېکړې نيوکې کړې دي.په ټولنيزو رسنيو کې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې، مزاري ليکلي، چې تېره شپه جوډيشل مارشل لا نافذ شو، چې د محکمې په پرېکړه کې د پارلماني حاکميت ختمول او حتی دا هم ويل شوي، چې ملي شورا بايد کله او چېرته را او بلل شي.