حمزه شهباز لاهور هایی کورټ ته رجوع کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
مسلم لیگ (ن) د پنجاب د اعلی وزیر د انتخاب لپاره لاهور هائی کورټ ته رجوع کړې ده.
په پنجاب اسمبلۍ کښې د مخالفې ډلې مشر حمزه شهباز په دې لړ کښې لاهور هائي کورټ کښې آئيني درخواست دائر کړے دے چې پکښې سپيکر، ډپټي سپيکر او آئي جي پنجاب اړخونه جوړ کړې شوي دي۔
درخواست کې ویل شوي چې د پنجاب د اعلی وزیر څوکۍ خالي ده او باید زر تر زره ټاکنې وشي.
درخواست کښې زياته کړې شوې چې د اسمبلۍ سيکرټري او انتظامي افسران د پرويز الهي د غيرقانوني احکاماتو اطاعت کوي او د پنجاب اسمبلۍ اجلاس رابللو کښې نا مناسب ځنډ دے.
درخواست کښې استدعا شوې چې د آئين د آرټيکل 130 لاندې د اسمبلۍ غونډه د وزيراعلې تر انتخاب پورې دې نه ځنډولے شې۔