د م،م بشر حقونو شورا د روسيې غړیتوب ځنډولی دی

د م،م بشر حقونو شورا د روسيې غړیتوب ځنډولی دی
بلخوا اوکرایني چارواکو او خلکو ویلي چې روسي ځواکونو د بوچا ښار څخه د وتلو پر مهال په سلګونو ملکي خلک وژلي دي. د بوچا له ښار څخه خپاره شویو عکسونو کې هم لیدل شوي چې د ملکي خلکو مړي په داسې حال کې په سړکونو پراته دي چې لاسونه یې د شا لخوا تړل شوي و.
(2022 / 4 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو عمومي شورا پر اوکراین د روسیې د برید او ملکي خلکو د وژنې له کبله د روسیې توبیخ کولو په موخه د بشر د حقونو په نړیوالې شورا کې ددغه هیواد غړیتوب وځنډولو.
په دې اړه په رای اچونه کې د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړیو هیوادونو له ډلې څخه ۹۳ هیوادونو د روسیې خلاف او ۲۴ هیوادونو د روسیې په ملاتړ رایه ورکړه.
همداراز د هندوستان په ګډون ۵۸ هیوادونو ممتنع رایه وکاروله. د بشر د حقونو په نړیوالې شورا کې د یو هېواد غړیتوب له ممتنع رایو پرته د دوه پر درېیمه برخه رایو ځنډېدلی شي.
بلخوا اوکرایني چارواکو او خلکو ویلي چې روسي ځواکونو د بوچا ښار څخه د وتلو پر مهال په سلګونو ملکي خلک وژلي دي. د بوچا له ښار څخه خپاره شویو عکسونو کې هم لیدل شوي چې د ملکي خلکو مړي په داسې حال کې په سړکونو پراته دي چې لاسونه یې د شا لخوا تړل شوي و.
خو روسیه بیا په بوچا کې د غیر نظامي خلکو وژل کیدو تور ردوي. روسیه دویم هیواد دی چې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو په شورا کې یې غړیتوب ځنډول کیږي.






