د ا.ا.ا کابینې پرېکړه کړې چې قطر سره دې د هوایي ډګرونو د هوکړې وخت وټاکل شي 

0
75

د ا.ا.ا کابینې پرېکړه کړې چې قطر سره دې د هوایي ډګرونو د هوکړې وخت وټاکل شي 

د افغانستان ا.ا په داسې حال کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت ته د کابل د هوايي ډګر د مديريت د تړون لپاره د وخت د ټاکلو پريکړه کوي چې دوحه او انقره له مياشتو راهيسې د دې چارې لپاره له افغان لوري سره په مذاکراتو بوخت دي.

 

(2022 / 4 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د افغانستان د ا.ا د کابينې اقتصادي کمېسيون د بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی چې د قطر د بهرنيو چارو وزارت ته دې د کابل د هوايي ډګر د مديريت د تړون اخيستلو مهلت په ګوته کړي. په ياده ناسته کې چې نن د رييس الوزرا د مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، دغه راز د کورنيو چارو او سوداګرۍ وزارتونو او د استخباراتو رياست ته امر شوی چې په هوايي ډګر کې دې د پانګوالو لپاره د عاجلو ويزو د ورکړې لپاره بورډ جوړ کړي.

د افغانستان ا.ا په داسې حال کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت ته د کابل د هوايي ډګر د مديريت د تړون لپاره د وخت د ټاکلو پريکړه کوي چې دوحه او انقره له مياشتو راهيسې د دې چارې لپاره له افغان لوري سره په مذاکراتو بوخت دي.

د ا.ا چارواکو تر دې وړاندې ويلي وو چې د هوايي ډګرونو د مديريت د تړون پر متن يې له ترکيې او قطر سره خبرې روانې دي خو په وينا يې چې د پام وړ پايله نه لري.

Leave a reply