د پاکستان د سترې محکمې د نن پریکړې مهم ټکي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سترې محکمې له لوري د ۳ اپریل د ډپټي سپیکر له لوري اخستل شوي ګام په ضد د سوموټو نوټس په مقدمه کې پریکړه په متفقه توګه د پنځو ججانو په واسطه اعلان شوه، پریکړه د سترې محکمې مشر قاضي عطا بندیال په مشرۍ کې اعلان شوه. ددې پریکړې مهم ټکي لاندې ورکړل شوي دي.
د اپرېل په درېيمه د ډپټي سپيکر رولنګ او د صدر لخوا د اسمبلۍ منحلول غير آئيني وو.سپریم کورټ
……….
قومي اسمبلۍ بحال شوه، سپریم کورټ
……..
قومي اسمبلۍ غونډه به د اپرېل په 9مه نېټه رابللې شي.
……..
سترې محکمې وویل، د عدم اعتماد په تحریک باندې رایه اچونه باید د خالي په ورځ د سهار په لس بجې ترسره شي.
………
سپريم کورټ وايي د اسمبلۍ غونډه دې له ووټ اچولو پرته و نه ځنډول شي
…………….
سترې محکمې ویلي، د ولسمشر د سرپرست حکومت فرمانونه لغوه اعلان شوي دي
……….
سپريم کورټ ويلي که د عدم اعتماد تحريک منظور شي نو اسمبلۍ به نوی وزيراعظم وټاکي
…………..
د قامي اسمبلۍ هيڅ غړی دې د رايې ورکولو نه منع نه کړې شي: سپريم کورټ
………….
سپريم کورټ ويلي که د عدم اعتماد تحريک ناکام شو نو حکومت به خپلو چارو ته دوام ورکوي
……………….
د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پينځه کسيزه بينچ تر ټولو مهم کېس اوريدنه وکړه چې پکې جسټس اعجازالاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس مظهر عالم ميا خېل او جسټس جمال خان مندوخېل شامل وو.






