نوازشریف له لوري مهم پیغام جاري شوې

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف د ملک سياسي صورتحال په نظر کښې نيولو سره د مسلم ليګ نون چارواکو او کارکنانو ته مهم پيغام جاري کړے دے۔
د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف دا خبره تيره ورځ د پارټۍ د چارواکو يوې غونډې ته په انلاين وينا کې کړې ده.
نوازشريف د وينا په مهال کارکنانو ته لارښوونه وکړو چې د مسلم ليګ نون چارواکي او کارکنان دې د آئين تحفظ او د قانون د حاکميت لپاره بهر راووځي.
جاري شوي پېغام کښې نواز شريف وئيلي دي چې کارکنان دې د آئين بالادستي لپاره خپل کردار ادا کړي۔ غونډې ته په وینا کې نواز شریف د ګوند له مشرانو څخه جلا جلا نظرونه هم وغوښتل.
هغه وويل، هېواد په يوه نازک پړاو کې دى، زموږ غفلت او سستي هېواد ته ډیر زيان رسولى شي، دا د اساسي قانون د ساتنې او د ډيموکراسۍ د بقا خبره ده، پخواني وزیراعظم اوویل چې تاسو بايد د دې لپاره د استقامت د دېوال په څیر رول ولوبوي او د ملکی آیین دفاع وکړې.





