د پاکستان ستره محکمه نن په اووه نیمې بجې پریکړه اوروي

باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان کې د اوسني آئيني وضعې په اړه د ازخود نوټس په قضیه کې چيف جسټس عمر عطا بنديال د سپيکر رولنګ غلط بللی دې او د مقدمې د فيصلې د خوندي کولو اعلان به نن شپې په اووه نيمې بجې کوي.
د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پنځه کسيزه بنچ د کېس اوريدنه کوي.
د اوريدنې په مهال چيف جسټس وويل يوه خبره چې مونږ ته په نظر راځي هغه دا ده چې رولنګ غلط دى، که اسمبلۍ نه وه منحل شوې نو اپوزيشن به يو څه کولاى شواى.اصلي ستونزه د اسمبلۍ له تحليل څخه راپورته شوې ده. د عدم اعتماد د تحريک په مهال د اسمبلۍ ماتول غير آئيني کار دې.
اټارني جنرل خالد جاويد خان اوویل چې دعدالت له فيصلې پرته داسمبلۍ هيڅ غړي ته غدار نۀ شي ويل کيدلى، دډپټي سپيکر د رولنګ دفاع به نۀ کوم، هغه اوویل چې د څلور کالو راهسې د اسمبلۍ ته سیلیکټډ وایی او اوس غواړي چې هم ددې اسمبلۍ وزيراعظم شي.





